اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کیږي

دید خبرې آژانس: په ناروې کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ، چې دغه سفارت به د سپټمبر په ۱۲مه وتړل شي.

دغه سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د کونسلي خدمتونو د باطل کېدو لپاره د طا-لبانو پرېکړې په دې سفارت کې حقوقي ستونزې رامنځته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په برېتانیا کې د افغانستان سفارت هم اعلان وکړ، چې په لندن کې د افغانستان سفارت چارې د سپټمبر په ۲۷مه په رسمي توګه تړل کیږي.

په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د تړل کېدو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه، چې طا-لبانو غوښتل په دې هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دغې ډلې ته وسپارل شي؛ خو افغان ډېپلوماتانو ورسره مخالفت وکړ.

د یادولو ده، چې طا-لبانو دوه میاشتې مخکې په یو شمېر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان ډېریو سیاسي استازولیو چارې بې اعتباره اعلان کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا