اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د افغانستان استازی: طا-لبانو افغانستان له نړۍ څخه جلا کړی

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي د دوشنبې په ورځ وویل چې طا-لبانو په افغانستان کې د جبر او جنسیتي توپیر پر بنسټ یو رژیم جوړ کړی.

نصیر اندېشه وویل، طا-لبانو د منځنیو پیړیو په قوانینو سره افغانستان له نړۍوالې ټولنې جلا کړی.

په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیر اندېشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا استازو ته وویل چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د دوحې د هوکړې برعکس خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

اندېشه زیاته کړه، «طالبانو په عمل کې وښوده چې افغانستان ته یې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ورتګ په مخنیوي او د امربالمعروف وزارت د منځنیو پیړیو قوانینو په رڼا کې هېواد له نړۍوالې ټولنې جلا کړی دی.»

د اګسټ په وروستیو کې طا-لبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ دغه هېواد ته له ورتګ منعه کړ.

اندېشه په دې باور دی چې د طا-لبانو د حساب ورکولو او د دوحې تړون ته د هغوی د ژمنتیا لپاره د نړۍوالې ټولنې د تګلارې لومړی پړاو بې ګټې و او «طا-لبانو د هر ډول جوړجاړي او د شرایطو د ښه والي لپاره لاره تړلې ده.»

افغان استازي ویلي، چې د طا-لبانو له خوا د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره، سره دغې ډلې په خوندي توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

اندېشه د دوحې درېيمې غونډې او په دې سرمشريزه کې د ښځو او مدني ټولنې نه ګډون ته په اشارې سره وويل: «افغان ولس د افغانستان د حالاتو په اړه د نړۍوالې ټولنې د بې غورۍ په اړه ژوره اندېښنه لري. »

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا