یوناما: سواد د هر انسان «بنسټیز حق» دی
د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ټینګار وکړ چې سواد د انسانانو یو له «بنسټیزو حقونو» څخه دی.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«په بېلابېلو ژبو د زده کړو ترویج د متقابل تفاهم، ټولنیز تحرک او د سولې په ټینګښت کې مرسته کوي او همدارنګه خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي.»
د وږي اتلسمه د سواد له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره (یونيسکو) سواد یو له اساسي بشري حقونو څخه ګڼي او په دې باور دي چې سواد د نورو اتباعو له حقونو څخه د برخمن کېدو دروازه ده.
خو په افغانستان کې طا-لبانو د خصوصي ښوونځیو په ګډون ټول تعلیمي ادارې د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د سواد زده کړه د متقابل تفاهم او سولې د ټینګښت لپاره خورا مهمه وبلله. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل:«سږ کال د سواد نړیواله ورځ »د څو ژبو زده کړو ته وده ورکول: د دوه اړخېزه تفاهم او سولې لپاره سواد» تر عنوان لاندې نمانځل کیږي.
د یونسکو د ۱۴۰۰ لمريز کال د شمېرو له مخې د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه وګړي بې سواده دي. د دغو شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو ډېر دي، بې سواده دي چې له دې جملې له ۷ میلیونو ډېرې یې ښځې تشکيلوي.
ويل کېږي، له هغه وخته چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړى، د ښځو په منځ کې بې سوادي زیاته شوې ده. ځکه ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د نجونو او ښځو پر مخ تړل شوي دي.
یو شمېر افغان وګړي په دې باور دي چې طا-لبانو د ښځو پر زده کړو بندیز لګولو سره په راتلونکو نسلونو کې د بې سوادۍ د زیاتوالي لپاره شرایط رامنځته کړي دي. ډېری نجونې چې له زده کړو پاتې دي جبري ودونو ته اړې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د غبرګولي په میاشت کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز د کم عمره ودونو د ۲۵ سلنه زیاتوالي لامل شوی دی.
يو شمېر زده کوونکې همداراز د ښوونځيو د تړل کېدو له امله په خپګان د اخته کېدو خبره کوي. له هراته یوه ځوانه نجلۍ وايي: «د ښوونځي له تړل کېدو وروسته په کور کې پاتې شوم او هره ورځ ډېر خپه کېږم. “زه د یو څه مودې لپاره د انګلیسي په ټولګي کې شامل وم او د ټافل ازموینې ته یوازې درې میاشتې پاتې وې، خو طالبانو ټول ښوونيز مرکزونه بند کړل.»
په افغانستان کې د عصري زده کړو مخينه د امیر حبیب الله د واکمنۍ ته رسېږي. په ۱۲۹۱ هجري لمریز کال کې په کابل کې د حبیبیې لېسې په نوم لومړنی عصري ښوونځی پرانیستل شو او په همدې کال کې د ښوونکو د روزنې لومړنی مرکز هم جوړ شو. لس کاله وروسته د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال فرانسویانو د استقلال ښوونځی او جرمنيانو په کابل کې اماني لېسه جوړه کړه.