افغانستانخبرسیمه

۸۹ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي

د دید خبري اژانس: د افغان کډوالو یوه ډله د پاکستان له زندانونو څخه خوشې کیدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۸۹ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، د خوشې کیدو وروسته بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، دغه کسان د تورخم پولې له لارې افغانستان ته ننوتل.

د دې کډوالو د خوشې کیدو د خبر له خپریدو سره سره، د کډوالو چارو وزارت چارواکو تر اوسه د دوی د توقیف لاملونه او د دوی د بند موده نه ده روښانه کړې.

په وروستیو میاشتو کې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او شړلو پروسه زیاته شوې ده، او سلګونه کسان د هیواد له زندانونو څخه خوشې کیدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button