اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنهکلتور او ادب

د چین څخه یو پلاوی کابل ته راځي

دید خبرې آژانس: کابل کې د چین سفارت چارسمبالي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له مرستیال عتیق الله عزیزي سره کتنه کې ویلي، راتلونکې اوونۍ به د چین د لرغونپوهنې ادارې یو مسلکي پلاوی افغانستان ته راشي.

نوموړی وایي دغه پلاوی به د افغانستان د تاریخي ابدو، ملي موزیم او د مس عینک د تاریخي اثارو په استحکام او ساتنه کې له افغان لرغونپوهانو سره د ګډ کار په موخه کابل ته راشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران و ویل: « مسلکي پلاوی یې یاد کړ چې راتلونکې اوونۍ افغانستان ته راځي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسلکي ټیم سره به د تاریخي اثارو په بیا رغولو او ساتنې کې همکاري وکړي.»

عتیق الله عزیزي هم افغانستان ته د چینایي لرغونپوهانو راتګ مهم ګام وباله او ژمنه یې کړې چې دوی ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د علومو اکاډمۍ د کوشاني نړۍوالو څېړنو د مرکز رییس کتاب خان فیضي ویلي: « چې د علمي څېړنو ترڅنګ د لرغونو اثارو د بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي، یوه اړتیا ده.»

د علومو اکاډمۍ د کوشاني څېړنیز مرکز سر څېړونکي، محمد انور فایض وایي: « که د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونپوهنې علومو د اکاډمۍ څېړنې د دوی په مشورو مخته لاړې شي کولای شي ګټورې اوسي.»

دغه کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ویلي، افغانستان د تاریخي اثارو ابداتو له پلوه یو غني هېواد دی چې په دې برخه کې د چین همکاري مهمه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا