اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

فرید حمیدي: د طا-لبانو له‌خوا د پروني برید غندنه د ‘تاریخ یو تریخ طنز’ ته ورته ده

دید خبرې آژانس: د پخواني نظام لوی څارنوال فرید حمیدي سره له دې چې د کابل په پروني برید کې یې د یو شمېر څارنوالانو په وژلو خواشیني وښوده؛ خو د طا-لبانو له‌خوا د دغه برید غندنه ورته د حیرانتیا وړ ده.

فرید حمیدي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د پخواني حکومت پر مهال طا-لبانو په ځلونو د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو ځانمرګي او هدفي بریدونه کړي، زما په هېواد کې بې ګناه خلک په داسې حال کې وژل کېږي چې قاتلان د مظلومانو او بې ګناه خلکو په توګه څرګندېږي.

ښاغلي حمیدي دا رنګه لیکلي:« واکمنې ډلې، چې لسګونه کاله یې بې ګناه خلک وژلي او د څارنوالۍ پر همدغو کارکوونکو یې په ځلونو انتحاري او هدفي بریدونه کړي، نن دغه برید په خپله غندي.»

نوموړي په خپله لیکنه کې دغه څه ته «د تاریخ یو تریخ طنز» ټکی کارولی دی.

د دوشنبې په ورځ د کابل سوېل لوېدیځ د شپږمې ناحیې اړوند دارالامان ماڼۍ ته پر غځېدلي سړک د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست د کارکوونکو پر موټر ځانمرګی بريد شوی و، چې له امله یې لږ تر لږ دوولس تنه وژل شوي او ګڼ نور کسان ژوبلیدلي وو.

دغه برید چې ځانمرګی برید یادېږي، هغه مهال شوی و چې د طا-لبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست کارکوونکي له دفتر څخه خپلو کورونو ته روان وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا