اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

اسراییل هوایی برید/ څلور مرستندویه کارکوونکي ووژل شول

دید خبرې آژانس: یوې امريکايي مرستندویه ادارې د جمعې په ورځ ويلي، چې د غزې په تړانګه کې یوه روغتون ته د خوراکي او سونګ توکو د لېږدولو په کاروان باندې د اسرائیلو په هوايي برید کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییل ادعا کړې چې دا کسان «وسله وال بریدګر» وو، خو د انروا مرستندویه ادارې دا ادعا رد کړه.

انروا ويلي، چې دغه څلور فلسطینیان د مرستې د کاروان په مخکني موټر کې سپاره وو چې د غزې په سويلي ښار رفح کې د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې روغتون ته روان وو.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې دغه کاروان د اسراٸيلو تر کنټرول لاندې کرم شالوم دروازې څخه د وتلو په حال کې و.

د دغه ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، «اسراٸيلي چارواکو ادعا کړې چې مخکښ موټر په زیاته اندازه وسلې بار کړې وې؛ خو د پېښې له ځایه لومړني راپورونه ښيي چې وسله نه وه.»

د هغه پلان له مخې چې له اسراییلي چارواکو سره هوکړه شوې وه، په کاروان کې باید بې وسلې ساتونکي موجود وي. په موټر کې سپاره څلور کسان د اسراٸيلي چارواکو لخوا نه دي ارزول شوي او همغږي شوي نه وو.

دې بنسټ همداراز ویلي چې د اسراٸيلو د هوايي برید نه مخکې کوم زنګ يا خبرداری نه دى ورکړل شوي.

د اسراٸيلو دفاعي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې چې د څو رسنیو لخوا خپره شوې، ویلي: «څو وسله والو بریدګرو د کاروان د مخکني موټر کنټرول لاس کې واخيست… او په چلولو يې پیل وکړ.»

د رویټرز د راپور پر بنسټ،  د اسراٸیل پوځ او په واشنګټن کې د اسراٸیلو سفارت د سمدستي  نورو تبصرولپاره لاس رسي شتون نه درلود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا