اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په سوریه کې د القا/عدې یو جګپوړی مشر ووژل شو

دید خبرې آژانس: د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا پوځ په سوریه کې د القاعده شبکې یو جګپوړی مشر ابو عبدالرحمن المکي په عملیاتو کې وژلی دی.

د سينټکام په خبرپاڼه کې ویل شوي، ابو عبدالرحمن المکي په سوریه کې د القاعدې سره تړلې د حراس الدین شورا یو جګپوړی مشر و.

سينټکام وايي چې هغه د سوریې څخه د متحده ایالاتو د ګټو په وړاندې د «ترهګريزو» عملیاتو د څارنې مسولیت پرغاړه درلود.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ همداراز ویلي چې دا برید «په هدفمندانه» توګه ترسره شوى دى.

د خبرپاڼې له مخې،د سنټکام قومندان جنرال مایکل کوریلا په سوریه کې د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته په سیمه کې «ترهګرو» ته د ماتې ورکولو لپاره د متحده ایالاتو ژمنه تکرار کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۱ مه د کابل په شیرپور کې په یوه «هدفمندانه » هوايي برید کې ووژل شو.

طا-لبانو په افغانستان کې د القاعدې د مشر مړینه نه ده تایید کړې.

القاعده شبکې هم د ایمن الظواهري مړینه نه ده تایید کړې او نه یې په رسمي ډول خپل نوی مشر معرفي کړی دی.

خو له برید وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکايي ځواکونو ایمن الظواهري په کابل کې وواژه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې دغه برید د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې له خوا ترسره شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا