اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په ایران کې ترافیکي پېښې/ ۲۸ پاکستانيانو ژوند له لاسه ورکړه

دید خبرې آژانس: په ايران کې د پاکستاني  زاٸرانو يو موټر د چپه کېدو له امله ٢٨ تنه مړه او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې  د پاکستاني زاٸرانو موټر د دغه هېواد په یزد ولايت کې چپه شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې رامنځته شوې او په دغه موټر کې د سپرلۍ شمېر ٥٣ تنه ښودل شوى دى.

د يزد امنيه قوماندان رحيم ده آبادي ويلي: «له لارې سره د موټر چلوونکي نا اشنايي، د موټر د بريک سيسټم پرله پسې تخنيکي ناکامي او د موټر خرابوالى د دې پېښې اصلي لاملونه دي.»

ایراني رسنیو همداراز ویلي، چې د تلفاتو د زیاتوالي احتمال شته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا