اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

تېر کال برېټانيا د افغانستان له دوو ميليونو زياتو خلکو سره مرسته کړې ده

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د برېټانيا سفارت د بشرپالنې نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې تېر کال يې د افغانستان له ٢ ميليونه ۷۰۰زره خلکو سره مرسته کړې ده.

دغه سفارت پرون (دوشنبه، زمري٢٩مه) پر اېکس لیکلي: «د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت، موږ له خپلو همکارانو سره د ستونزمن بشري وضعیت د ښه کولو لپاره چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي،کار ته دوام ورکوو.»

بريتانيا همداراز وايي، تېر کال يې په افغانستان کې ۱،۳ ميليونه ښځو ته بشري مرستې رسولې دي.

دا په داسې حال ده، چې د برېټانيا حکومت په دې وروستیو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او پراختیا وزارت له لارې له افغانستان سره ۴۰ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا