په باميان کې دوه ترافيکي پېښه/ دوه تنه مړه او لس نور ټپيان شوی
دید خبرې آژانس: د باميان ولايت په مرکز کې دوو جلا ترافيکي پېښو دوه تنه مړه او لس نور ټپيان کړي دي.
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، د باميان ولايت د مرکز اړوند د سران سرخدر په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله ٢ تنه مړه شوي او ٧ نور ټپيان دي.
په همدې حال کې د باميان ولايت د طا-لبانو د والي د رسنيو دفتر ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې ٣ تنه ټپيان شوي دي.
په بامیان کې د طا-لبانو امنیه قومنداني وايي، لومړۍ پېښه نن (شنبه، زمري٢٠مه) د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوه چې له امله یې یوې ښځې او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په همدې حال کې، د طا-لبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دویمه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې، چې ټپیان ټول نارینه دي.
لومړۍ پیښه د نیسان ډوله موټر سره د ټربو لارۍ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده، په داسې حال کې چې دویمه پېښه د یوه فرونر موټر له سړک څخه د منحرف کېدو او د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
د يادولو وړ ده، چې د دواړو پېښو ټپيان د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.