اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

پنجشېر څلور زره قیراطه زمرد پلورل شوی دی

دید خبرې آژانس: طا-لبانو د پنجشېر زمرد څلور زره قيراطه په داوطلبۍ کې پر افغان سوداګرو وپلورل.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې  ملي ټلویزیون راپور ورکړ چې د زمرد ټول ارزښت ١٢٤زره ډالر و.

د دغه راپور پر بنسټ، د طا-لبانو له خوا پلورل شوي زمرد په پنجشير ولايت کې له څلورو کانونو څخه وېستل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طا-لبانو له خوا د هېواد د کانونو په کېندنه او ليلام کې د روڼتيا پر نشتوالي نيوکه کوي او  وايي چې دغه کانونه ملي پانګه ده او بايد د افغانانو په ګټه ترې کار واخستل شي.

له بلې خوا دغه هېوادوال د کانونو د داوطلبۍ پر بهير او په دغه ډول قراردادونو کې پر ښکېلو شرکتونو نيوکه کوي او وايي، چې طا-لبان تر ډېره د دغو کانونو قرارداد له هغو شرکتونو سره کوي، چې د دوى له کورنيو او يا يې د کورنيو له غړو سره تړاو لري.

هېوادوال وايي، چې د طا-لبانو له خوا د کانونو د کندنې بهير روڼ نه دى او دوی شک لري، چې له دې ادرسه راټولې شوې پيسې به د افغانانو په ګټه ونه لګول شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا