اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

عبدالسلام ضعيف: عدالت په ټولنه کې د امنیت ضمانت کوي

دید خبرې آژانس: اسلام اباد کې د طا-لبانو د پخواني حکومت سفیر عبدالسلام ضعیف د طا-لبانو اوسني حکومت ته په اشاره ویلي، «عدالت په ټولنه کې د امنیت ضمانت کوي.»

دغه په کور ناست پخوانی طا-لب چارواکی، کله کله د طا-لبانو پر اوسني حکومت نیوکې کوي.

عبدالسلام ضعیف نن چهارشنبه د (زمری ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه په اشارې سره د طا-لبانو پر اوسني حکومت نیوکه کړې چې ګنې دوی عدالت نه پلی کوي نو د امنیت ټینګېدو تمه دې هم نه لري.

تر دې مخکې د طا-لبانو مشر ملا هبت الله ويلي و، چې د دغې ډلې پر حکومت دې طا-لب مشران او خلک نیوکې نه کوي او که څه وي نو له ده سره دې یې شریکې کړي.

په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو او یوناما هم د طا-لبانو پر حکومت نیوکې کړې چې بشري حقونه ته پام نه کوي او د عدالت د ټينګښت لپاره کار نه کوي.

تر دې وړاندې د طا-لبانو د پخواني مشر ملا عمر سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل په یوه بیان کې چې داسې څرګندېده د طالبانو په حکومت کې د پرېکړو د څرنګوالي په اړه یې ویلي و، «ان خدای هم مشوره کوله.»

نوموړي په یوه بل بیان کې ویلي و چې، «حکومتولي په هوښیارۍ او احتیاطي پرېکړو سره» کیږي.

د طا-لبانو استخبارات د دغې ډلې پر حکومت نیوکه کوونکي او هغه کسان چې د دوی تګلارې ناسمې بولي، نیسي او په زندانونو کې سختې شکنجې ورکوي چې ډیری هغه یې له زندانه په راوتو له رواني پلوه ناروغان دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم په تېرو دوو کلونو کې د خپل حکومت پر تګلارو او د نجونو د زده‌کړو په اړه توندې ویناوې کړې دي، چې د معلوماتو له مخې څو میاشتې کیږي چې خپلې دندې ته نه پریښودل کیږي.

عبدالسلام ضعیف د طالبانو حکومت ته په خپل کړي ټويټ کې سپارښتنه کړې چې که غواړي امن او ټیکاو ډاډمن شي نو د عدالت پلي کیدا لپاره دې نه ستړی کیدونکی کار وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا