اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو پر کارکونکو باندې برید

دید خبرې آژانس: ناپېژنده وسله والو په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د ځايي کارکونکو په یوه زغره وال موټر ډزې کړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پولیسو ویلي، برید د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان سیمه کې شوی دی.

د دغه راپورونو پر بنسټ، په بريد کې چاته زيان نه دی اوښتی او په موټر کې سپاره خلک خوندي دي.

د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالسلام وايي، چې د ناپېژاندو وسله والو د نيولو په لټه کې دي.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې او پاکستاني طا-لبانو (ټي ټي پي) هم په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د يادولو وړ ده چې دې وروستیو کلونو کې په پاکستان؛ په ځانګړې توګه  د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې خونړیو بریدونو زياتوالى موندلى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت تر دې مخکې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د بریدونو پړه پر تحریک طا-لبان پاکستان اچولې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټي ټي پي په پاکستان کې خپل بریدونه وروسته له هغه زیات کړل چې افغان طالبانو د ٢٠٢١ کال د اګست په ١٥ نېټه پر افغانستان بيا ځلي واک ترلاسه کړ.

پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طا-لبان تورن کړي چې پاکستاني طا-لبانو ته پناه ورکوي. خو طا-لبانو پخوا دا تورونه رد کړي وو.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان له ناامنو ایالاتونو څخه دي، چې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا په کې بریدونو  کېږي، چې تر ډېره د هېواد امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني چارواکي وايي، دا بریدونه د ټي ټي پي د قوماندانانو او جنګیالیو لخوا تنظیم شوي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه يې پلانوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا