هبت الله آخندزاده طا-لبانو ته؛ له اختلافاتو څخه ډډه وکړئ
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده يو ځل بيا په ټينګار له خپلو طا-لبانو غوښتنه کړې چې له اختلافاتو څخه ډډه وکړي.
نوموړي دغه غوښتنه په غور ولايت کې له طا-لب چارواکو سره د ليدنې پر مهال کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د جګپوړو غړو او مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي.
تر دې مخکې د طا-لبانو مشر په کندهار کې د لوی اختر په مناسبت په یوه وینا کې طالب مشرانو ته په ښکاره ویلي وو چې که هغه په اتفاق سره له مشرتابه لرې کړي نو دی به «خوشحاله» وي.
هغه همداراز وویل چې د طا-لبانو غړي باید په «علني توګه» یو پر بل نیوکې ونه کړي.
په همدې حال کې د طا-لبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره اونۍ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل چې «دښمنان (د طا-لبانو مخالف لوري)» هڅه کوي چې د دوی ترمنځ بې باوري رامنځته کړي او د بې باورۍ ذهنیت باید د طالبانو ترمنځ له منځه یوړل شي.
په همدې حال کې، د حقاني شبکې مشر او د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر دې مخکې په اشارتا د طا-لبانو مشرتابه د «واک په انحصار» تورن کړى و او ټینګار یې کړی و چې «اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.»
هغه په کابل کې د چا د نوم له اخیستو پرته یوې غونډې ته وویل، «نن خپل ځانونه دومره حقدار ګڼو چې د ټول نظام ننګول، انحصارول او بدنامول زموږ د فکر او مزاج بنسټ ګرځېدلی دی.»
طا-لبانو تل د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه تر منځ اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې په ټولو چارو کې د دوی د مشر امرونه پلي کېږي.
خو د طا-لبانو د مشر او جګپوړو غړو تکراري ټینګار ښيي چې د دوی تر منځ اختلافات لا هم موجود دي.