اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د مسعود پزشکيان د ولسمشرۍ د دورې پیل شو

دید خبرې آژانس: د مسعود پزشکيان  د ولسمشرۍ د لوړې مراسم د یکشنبې په ورځ د تهران په حسینیه امام خمینی کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې چې د مختلفو مشرانو او چارواکو په حضور کې ترسره شول، د ایران ستر مشر ایت الله خامنه يي د پزشکيان د ولسمشرۍ فرمان هغه ته وړاندې کړ.

پزشکيان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې سخت دريځي نوماند سعيد جليلي ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې نوموړی به د سه شنبې په ورځ د زمري په ۹ مه نېټه د ایران د نهم ولسمشر په توګه د استازو جرګې په غونډه کې لوړه وکړي.

په همدې حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې پزشکيان ویلي: «موږ باید له خلکو سره د زړه له کومې مینه وکړو او مهربانه واوسو.»

د ایران ټاکتې د شپږو کاندیدانو په گډون د ابراهیم رئیسي له مړينې وروسته ترسره شول. د دې ټاکنو په دویم پړاو کې، چې د چنګاښ  په ۱۵ مه ترسره شو، ښاغلي پزشکيان  سعید جلیلي ته ماتې ورکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا