افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

حقانی؛ په افغانستان کې د دا/عش په ګډون هیڅ نظامي یا ترهګره ډله نشته

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون (پنجشنبه) د د دغه دلي امنیتي ځواکونو په ستاینغونډه کې ویلي ده چې په افغانستان کې د دا/عش په ګډون هیڅ نظامي یا ترهګره ډله نشته.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې اوس مهال هیڅ ډله په هېواد کې اوسنی شرعي نظام نه شي ګواښلی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه غونډه کې و ویل: «په افغانستان کې د یاغیانو او خوارجو په نوم هیڅ ځواک نشته چې شرعي نظام تهدیدوي، ځکه چې د علم او فقه له نظره، یاغیان او خوارج هغه څوک دي چې د افغانستان اسلامي امارت له ګواښ سره مخ کوي. په یوه ټاکلې جغرافیه کې رامنځ ته شي او د شرعي نظام له احکامو سره مخالفت وکړي.

د ښاغلي حقاني په وینا د ټولو هغو لاملونو مخه باید په شرعي نظام کې ونیول شي چې په ټولنه کې د بې ثباتۍ لامل ګرځي.

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغه غونډه کې و ویل، د افغانستان اوسنی حکومت به ډېر ژر د هېواد د فضا کنټرول په لاس کې واخلي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: “لکه څرنګه چې موږ پر ځمکنۍ بشپړتیا حاکمیت لرو، په لنډه موده کې به د هوايي حریم حاکمیت هم ولرو.”

ورته مهال د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست چې په دغه پروګرام کې یې حضور درلود، وویل چې افغانستان د ځینو هغو ډلو د تخریبي اعمالو قرباني دی چې د افغانستان او سیمې په ګاونډ کې ځای پر ځای شوي او فعالیت کوي.

عبدالحق وثیق ټینګار وکړ که نړۍ د دغو مرکزونو په مسله سترګې پټې کړي سختې پایلې به ولري.

د استخباراتو د عمومي رياست مشر وويل: افغانستان د ځينو هغو ډلو د تخريبي فعاليتونو قرباني دى چې د افغانستان په ګاونډ او سيمه کې مرکزونه لري او فعاليت کوي. دا فاسد کسان د تخریبي کړنو لپاره افغانستان ته راځي او تبلیغات کوي، که نړۍ له دغو مرکزونو خبر نه شي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د دغه غفلت له امله درنه بيه پرې کړي او له خطرناکو پايلو سره به مخ شي.”

د استخباراتو د عمومي ریاست مشر هم ویلي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او د هغوی د فعالیتونو په اړه د ځینو ادارو راپورونه حقیقت نه لري او دا د سیمې د استخباراتي کړیو منفي تبلیغات دي، څو د خلکو ذهنونه واړوي.

عبدالحق وثیق زیاته کړه: ځینې نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د ځینو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه ناسم راپورونه خپروي. دا مالومات په سیمه او نړۍ کې د ځینو سازمانونو او شبکو له لوري دوی ته ورکول کیږي چې د افغانستان په خلکو کې د اسلامي شرعي نظام حاکمیت او اوسني قوي امنیتي او اقتصادي فرصتونه نشي زغملی.

د امنیتي بنسټونو لوړ پوړي چارواکي ټینګار کوي چې په هر ډول حالاتو کې به د امنیت ضد کړنو، ځمکنۍ بشپړتیا، ځمکني او هوايي حریم په ګډه دفاع کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا