اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په نیپال کې د الوتکې لوېدل/ ۱۸ کسانو مړه شول

دید خبرې آژانس: په نیپال کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه الوتکه چې د نیپال د سوریې د هوايي شرکت ملکیت و،  نن (چهارشنبه، د زمري٣مه) سهار د کاتمندو له نړیوال هوايي ډګر څخه د الوتنې پر مهال لوېدلې ده.

د کاتمندو د تربيووان نړیوال هوایی ډګر ویاند تاج بهادر پوډیال وویل: «یوازې پیلوټ ژوندی ژغورل شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.»

دغه خبري اژانس همدارنګه لیکلي چې په ټلویزیوني انځورونه ښيي چېر د اور وژونکو د اوروژنې چې تور تور لوګي ترې اسمان ته پورته کېدل، هڅه کوله. په دغه عکسونه همداراز ليدل کېږي چې الوتکه د ځغاستليکې لږ څه پورته الوتنه کوي او بیا له غورځیدو دمخه «کږېږي».

د راپور له مخې، د نیپال د ژغورنکي ځواکونه د الوتکې د نسکورېدو شااوخوا شنو ځمکو کې د الوتکې د سوځیدلي پاتې شونو په لټه کې دي.

د سوریې د هوايي چلند یوه چارواکي ویلي، دا الوتکه ۵۰ کسيزه  «سي آر جي-٢٠٠» الوتکه وه.

 د يادولو وړ ده، چې د سوریا نیپال هوایی شرکت اوس مهال دوه ځايي سي آر جي -٢٠٠ جټ الوتکې اداره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا