اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهور

مجاهد؛ د طا-لبانو تر منځ د یو بل تخريب باید له منځه ولاړ شي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وايي، د دوی ترمنځ د بې باورۍ او د يوبل تخریب ذهنیت باید له منځه ولاړ شي.

هغه په ​​کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل، «دښمنان (د طا-لبانو مخالفان) هڅه کوي چې زموږ په منځ کې بې باوري رامنځته کړي او د بې باورۍ ذهنیت باید له منځه یوړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د طالب چارواکو تر منځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د لوی اختر په مناسبت پخپله وینا کې طا-لب مشرانو ته په ښکاره ویلي وو چې که هغه په ​​اتفاق سره له مشرتابه لرې کړي نو دی به «خوشحاله»شي.

هغه مخکې دا هم ویلي وو چې د طا-لبانو غړي باید په «ښکاره توګه» یو پر بل نیوکې ونه کړي.

په همدې حال کې، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر دې مخکې په په غير مستقيم ډول د طا-لبانو مشرتابه د «واک په انحصار» تورن کړى و او ټینګار یې کړی و چې «اوسنی وضعیت د زغم وړ نه دی.»

هغه پرته لدې چې د کوم نوم واخلي وویل: «نن موږ دومره ځان حقدار احساسوو چې د ټول نظام ننګول، انحصارول او بدنامول زموږ په فکر او مزاج کې بنسټ ګرځیدلی دی.»

طا-لبانو تل د خپلو جګپوړو غړو او مشرتابه تر منځ اختلافات رد کړي او ویلي یې دي چې د دوى په ټولو چارو کې د دوى د مشر امر پلي کېږي.

خو د محمد یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني په ګډون د خلکو او رسنیو په حضور کې د طا-لب مشرانو سختو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د طا-لبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات شته او کله ناکله په دې اړه دوی نارضایتي هم څرګندوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا