اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د محمود خان وروستيو څرګندونو ته د نبیل غبرګون

دید خبرې آژانس: د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر د وروستيو څرګندونو په غبرګون ويلي: «پاکستان د اڅکزي د سپیني خولې يار دی.»

محمود خان اڅکزي ویلي، چې پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دوی نه غواړي چې له خپل پوځ سره جګړه وکړي.

رحمت الله نبیل پر اېکس حواله رسنۍ لیکلي: «د سپینې خولې یاران دې نور دي – شفتلو پنډو ته دې زه نیولې یمه.»

د پښتونخوا په اړه د محمود خان اڅکزي خبرې له ډېر شمېر نورو غبرګونونو سره هم مخامخ شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ویاند بیا پر اېکس د نوموړي د دغو خبرو په غبرګون کې لیکلي: «محمود خان اڅکزی او ده ته ورته په نامه ملتپال پښتانه مشران د پاڼ او پړانګ تر منځ ګیر دي، یا به خپل خلک او ولس انتخابوي او یا به د پاکستاني اسټبلیشمنټ برخه کېږي.»

د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې یې د ګیله‌من وزیر د مړینې په غبرګون کې یې ویلي و، چې دا د تاریخ جبر دی چې پښتون قوم د جبري کرښې له امله په خپلو کې سره وېشل شوي دي.

نوموړي دا هم ویلی و، چې که د افغان د کلیمې په کارولو سره څوک وژل کېږي دا انساني عمل نه دی او خلک یې نور د زغملو وس نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولنیزو چارو یو فعال په خپل اېکس لیکلي: «د دغو بې ننګو داعیه ټوله پر درواغ، مکر او فریب بنا ده، کله د لوی افغانستان او کله بیا دا بابولالې غږوي.»

نوموړي ویلي: «دا خبره مو مخکې هم کړې او اوس یې هم په ډاګه وایو چې د پاکستان سیاستمداران ټول کرایي جاسوسان دي ولو که په هره جامه کې وي.»

ښاغلي اڅکزي د پښتونخوا په اړه دا څرګندونې د جمعې په ورځ په بنو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا پر پرلت‌ کوونکو له برید وروسته کړي دي.

هغه وايي، چې له دلیل پرته په بنو کې پر امن غوښتونکو لاریون کوونکو باندې ډزې شوي او د مرګژوبلې کره شمیره د انټرنټ د بندیدو له امله نه ده معلومه شوې.

له دې سره، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم په خپل اېکس کې لیکلي، چې د بنو په لاریونونو کې یو شمېر کسان هڅه کوي د ټول لاریون د سلسلې د بدنامولو لپاره تبلیغات وکړي.

سره له دې چې نوموړي د کوم مشخص کس نوم نه دی اخیستی، خو له لاریون کوونکو غواړي چې په سوله ییزه توګه لاریون وکړي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه بیا په بنو کې تر هغه وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي، چې پوځ د «عزم استحکام» په نامه د کېدونکو پوځي عملیاتو پر مهال د بنو ولسي خلکو ته په میانوالې او سرګودها کې لنډمهاله پنډغالي یا کمپونه په پام کې نیولي.

دوی له خلکو غوښتي چې یادو سیمو ته ولاړ شي، خو په بنو خلکو پراخ پرلت پیل کړی او د دغه وړاندیز سره یې سخت مخالفت څرګند کړی دی.

دغو پرلت کوونکو ویلي، چې دوی به په هیڅ ډول شرایطو کې له خپلو کلیو او کورونو څخه و نه وځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا