اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د طا-لبانو او امریکا په اړه د سیګار نوي راپور

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) په خپل نوي راپور کې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه دی توانیدلی چې د طا-لبانو تر واک لاندې د مرستندویه بنسټونو چارې د خپل کورني سیاست له مخې وارزوي.

سیګار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه) خبرداری ورکړی، چې په دې توګه به د امریکا د مالي مرستو ډېره برخه «د طا-لبانو د بنسټګرې ډلې لاس ته ورشي.»

سیګار دا رنګه ویلي: «مهمه دا ده، دولت باید پوه شي چې کوم کسان له دغو مرستو برخمن کېږي او طا-لبانو یا نورو هغو ډلو ته چې بندیزونه پرې لګېدلي باید د دغو مرستو د تر لاسه کولو مخه ونیوله شي.»

رویټرز د سیګار له قوله لیکلي، چې طا-لبان هڅه کوي له بېلابېلو لارو له هغې ډلې د بشري مرستو د رسولو د بنسټونو په جوړولو سره د امریکا دغه بشري مرستې تر ګوتو کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا