اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالب

آخندزاده: سږکال د افغانستان او ایران په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال له پیله د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې ایران ته د افغانستان صادرات څه باندې ۱۶ میلیونه ډالره او واردات هم ۷۴۰ میلیونه ډالره وو.

عبدالسلام جواد آخندزاده، د دغه وزارت ویاند وایي چې د تېر کال پرتله سږکال ایران ته د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

اخندزاده زیاته کړه: « د ۱۴۰۳ د وري میاشتې له ۱ د چنګاښ تر لسمې ایران ته د افغانستان صادرات شاوخوا ۱۶میلیونه ډالر او واردات هم دغه موده کې ۴۷۰ میلیونه ډالر کیږي.»

ورته مهال، ایراني رسنیو هم روان لمریز کال په لومړیو درېيو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غیر نفتي توکو په صادراتو کې د ۱۲۳ میلیونه ډالرو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال بیا په افغانستان کې پر تولیدي توکو د تعرفې پر لوړېدو ټینګار کوي او وايي، د هېواد تولیداتو ته د نورو هېوادونو په بازارونو کې د بازارموندنې لپاره باید ډېر کار وشي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان و ویل: « موږ کولی شو د خپلو صادراتو اندازه زیاته کړو، لږ تر لږه زموږ صادرات زیات شي او ترڅنګ یې افغانستان کې تولید کېدونکي توکي زیات شي او پر وارداتي توکو دې تعرفه لوړه شي څو د هېواد تولید د واردېدونکو توکو بدیل شي.»

د راپورونو لمخې، افغانستان د ایراني محصولاتو لپاره غوره بازار پیژندل کیږي او د دواړو هېوادونو سوداګر د سوداګریزو راکړو ورکړو پراختیا لپاره هڅه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا