اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

میټا کمپنۍ د طا-لبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي

دید خبرې آژانس: د میټا کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي ویلی دی چې دغې کمپنۍ د طا-لبانو د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي.

د طا-لبانو د مخابراتو وزارت سرچینو هم تایید کړې، چې له تېرو درېیو کلونو را په دې خوا یې میټا کمپنۍ رسمي ایمیلونو ته ځواب نه وايي.

د میټا کمپنۍ د فیسبوک څانګې یو کار کوونکي ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو را په دېخوا د میټا کمپنۍ د طا-لبانو د مخابراتو وزارت ته ځواب نه وايو؛ خو په اړه یې د یادې کمپنۍ د مشرتابه له خوا رسمي پرېکړه نه وه شوې.

د سرچینې په خبره؛ د روانې جولای میاشتې په شپږمه نېټه د میټا کمپنۍ د پالیسۍ برخې د سینګاپور دفتر ته ایمیل کړی، چې وروسته له دې په رسمي ډول د طا-لبانو له مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې دي او هېڅ کارکوونکی نه شي کولی، چې د طا-لبانو مخابراتو وزارت ته په رسمي ډول ځواب ورکړي.

دغه سرچینه وايي، چې د طا-لبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو درېیو کلونو کې له له ۱۵۰ زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي، چې د شا او خوا ۱۹ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.

د سرچینې په خبره؛ اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طا-لبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طا-لبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې تایید کړي دی چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک کمپنۍ سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.

د مخابراتو وزارت دا سرچینه زیاتوي: “د جمهوریت پر مهال له فیسبوک، ټویټر او ټولو ټولنیزو شبکو سره په رسمي ډول زموږ ارتباطات وو؛ مګر د طا-لبانو په راتګ سره فیسبوک اړیکې پرې کړې دي”.

په افغانستان کې د طا-لبانو د بیا واکمنېدو را وروسته د دغې ډلې د اکثرو غړو د فیسبوک اکاونټونه وتړل شول، د طا-لبانو د کلیمې سربېره د طا-لبانو د ګڼو چارواکو د نومونو لیکل په فیسبوک کې محدود شول او د طا-لبانو د مشر په ګډون د کابینې د ۴۱ غړو پر تصویرونو هم بندیز ولګېد.

له همدې امله ګڼو طا-لبانو په اېکس شبکې کې اکاونټونه پرانیستي او فعالیت کوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د فیسبوک کمپنۍ رسمي نظر را واخلو؛ خو له بار – بار اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا