اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طا-لبانو له ۸۸۹ میلیونو څخه زیاتې زړې افغانۍ سوځولې

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر ۸۸۹ میلیونو زیات افغانۍ یې سوځولي دي.

دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په مرکزي زون کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره له له چلنده لړېدلې افغانۍ راټولې کړي او بیا یې سوځولي دي.

د طا-لبانو تر واک لاندې دغه بانک وايي، يادې پیسې یې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازو په حضور کې سوځولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر هېوادوال د هېواد په بازارونو کې د پیسو په ډېر ورتګ نیوکه کوي او وايي، چې طا-لبان نوې چاپ شوې پیسې لږې بازار ته وړاندې کوي او ډېرې یې په خپلو خلکو وېشي.

دغه هېوادوال وايي، طا-لبانو په شفاهي ډول خصوصي بانکونو ته ویلي چې نوې پیسې دې عامو خلکو ته کمې ورکړي او د دوى تر ادارې لاندې بنسټونو باندې زیاتې ووېشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا