اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي

دید خبرې آژانس: جیونیوز، پاکستانې رسنۍ وایي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر په ډیر ژر افغانستان ته راځی.

د پاکستان او د افغان طا-لبانو ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي او هلته به د طا-لبانو سره د ترهګرو د پټنځایونو په اړه خبرې وکړي.

پاکستان په وار، وار له طا-لبانو غوښتي، چې له افغان خاورې دې پر دوی د بریدونو مخه ونیسي او په خپله خاوره کې دې د ترهګرو پرضد پرېکنده ګام واخلي.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د عرفان صدیقي په مشرۍ د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د دایمي کمېټې په لومړۍ غونډه کې وکړې او ویې ویل:« افغانستان زموږ ورور هېواد دی. زه به په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم.»

هغه وایي:« موږ له افغانستان سره خورا نږدې اړیکې درلودې او دوام به ورکوو.»

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، په چينايي اتباعو د بريد موخه د پاکستان او چين ترمنځ اړیکو کې درز پيدا کول دي.

هغه ټینګار وکړ، اسناد ښيي چې په دې پېښو کې د ټي‌ټي‌پي لاس دی او دا ډله په افغانستان کې حضور لري.

هغه ویلي:« د امنیت خوندي توب زموږ لویه ستونزه ده، چې پاکستان یې اوس‌مهال له افغانستان سره لري.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا