اسلایدشوافغانستانورزش او ځوانان

د افغانستان او مراکش د فوټسال لوبډله یو بل سره لوبه

 دید خبرې آژانس: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د مراکش له ملي لوبډلې سره د دوو دوستانه لوبو د ترسره کولو لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

 دا لوبې به د چنګاښ په ۲۰مه او ۲۳مه نېټه د مراکش په کوربه توب ترسره شي.

 دا لوبې د فوټسال نړیوال جام ته د هېواد د ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

 د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي وايي:«د نړۍ ګڼ شمېر غوره لوبډلو په دې تالار کې  لوبې کړې دي. د ارجنټاین ،ایټالیا، او پرتګال ملي لوبډلو په دې لوبغالي کې  له مراکش څخه ماتې خوړلې ده  دا لوبغالی په نړیوال جام کې زموږ د سیالیو لوبغالي ته ډیر ورته دی، او دا لوبه هغه لوبې ته ورته ده چې موږ یې لرو، په ځانګړې توګه د ارجنټاین د ملي لوبډلې په وړاندې.»

 د هېواد ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ د مراکش په پلازمېنه رباط ښار کې خپله لومړۍ تمریناتي غونډه وکړه.

 د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې مدير محمد نصير صداقت وايي: «دا لوبې به خامخا د لوبډلې پر مورال او نړيوال جام ته د چمتووالي په برخه کې ډېر ښه اغېز وکړي.»

 د فوټسال نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه د دواړو لوبډلو ترمنځ د چمتوالي لوبه د نندارچیانو له شتون پرته ترسره کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا