اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ملاله یوسفزی د بریتانیا لومړي وزیر ته: د افغانستان د نجونو زده‌کړو ته پاملرنه وکړئ

دید خبرې آژانس: د نجونو د زده‌کړو فعالې ملالې یوسفزۍ د بریټانیا له نوي لومړي وزیر کې‌یر سټارمر څخه غوښتي، چې په خپل بهرني سیاست کې دې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د نجونو زده‌کړو ته لومړیتوب ورکړي.

هغې ویلي، چې د نجونو زده‌کړې د نوي لومړي وزیر د بهرني سیاست د سلو لومړیو کاري ورځو په سر، سر کې باید ځای ولري.

د ښاغلي سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د بریټانیا په پارلماني ټاکنو کې د رایو په غوڅ اکثریت همدغه اونۍ بریالی شو. هغه په لومړي ګام کې د تېر محافظه کار حکومت د تګلارې پر خلاف روانډا ته د کډوالو د استولو پرېکړه وځنډوله، دا هغه پرېکړه وه چې په بریټانیا کې د افغان کډوالو په زیان هم وه.

مېرمن یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه) په خپلې اېکس پاڼه ولیکل: «هماغه شان چې د خپل بهرني سیاست او د بریټانیا د پرمختګ تګلاره د راتلونکو ۱۰۰ ورځو لپاره جوړوئ؛ نو دا هم مهمه ده، چې د زده‌کړو په برخه کې د نجونو د حقونو لپاره هم لومړیتوب ورکړئ، په تېره بیا په افغانستان کې چې نجونې د طا-لبانو د جنسیتي اپارتاید له امله له زده‌کړو ستنې کړای شوې دي.»

د نجونو د زده‌کړو دغه فعاله او د نوبل جایزې ګټونکې سټارمر ته ویلي، چې نجونې هر ځای د هغه پر نوښتونو حساب کوي او له هغه څخه خپل ملاتړ څرګندوي.

له زرو زیاتې ورځې تېرې شوې، چې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو راګرځول شوې دي. طالبان وايي، چې د هغوی د زده‌کړو لپاره لا خوندي چاپېریال نه شته؛ خو د نجونو د ښوونځیو لپاره یې په تېرو شاوخوا درېیو کالو کې کره نېټه نه ده ښودلې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا