اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

طا-لبان وایي: جاپان افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کوي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې  ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جاپان په افغانستان کې د «بدیل معیشت» لپاره لس میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا دغه موضوع د طا-لبانو له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي کورومايا په حواله راغلې: «جاپان  په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره مهمې پروژې پیل کړې دي.»

په کابل کې د جاپان سفارت د دې ليدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د طا-لبانو سیاسي مرستیال د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې ملګرو ملتونو د دوحې په دريمه ناسته کې د دوی شرطونه «منلي» دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې دریمه غونډه د افغانستان او نړۍ د بشري حقونو د فعالانو، د ښځو د حقونو، مدني ټولنو او د مخکښو شخصیتونو له خوا غندل شوې ده.

بل خوا يو شمېر افغان مېرمنو په ياده غونډه کې د ښځو د نه ګډون او د اصلي غونډې په اجنډا کې د ښځو او بشري حقونو موضوع د نه شتون له امله په دې غونډه کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه.

یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو او د بشري حقونو فعالانو د دوحې دریمه غونډه «د افغانستان پر خلکو له طا-لبانو سره د نړۍ معامله» بللې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا