Uncategorizedاسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د مرکزي بانک لخوا ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کیږي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (دوشنبه، د چنګاښ ۱۸مه) به ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.

په دې خبرپاڼه کې په شرايطو برابرو بانکونو، د تبادلې دفترونو او د پیسو خدمتونو څخه غوښتنه شوې چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

مرکزي بانک وايي چې د داوطلبۍ ګټونکي کولی شي د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفيه کړي.

بانک وايي چې د اسعارو په لیلام کې د راکړې ورکړې د جزوي تصفیې اجازه نه ورکول کیږي او ګټونکي مکلف دي چې د ورځې تر پایه پورې نغدي پیسې مرکزي بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اوسېدونکي د ډالر پر وړاندې د په مصنوعي ډول د افغانیو د ارزښت په ساتلو نیوکه کوي او وايي چې دا چاره نه شي کولی د افغانیو ارزښت په دوامداره توګه لوړ وساتي.

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د ډالرو په لیلام سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ساتل باثباته او ښه نه دي او که دا لیلام تر یوه وخته ترسره نه شي نو افغاني اسعار به  ددې اسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button