افغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د کابل-جلال اباد پر لويه لاره ترافيکي پېښه/ ١٤تنه ټپيان شوي

دید خبرې آژانس: د کابل – جلال آباد پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله څوارلس تنه ټپيان شول.

ویل کیږې چې دغه پېښه د لغمان ولايت د سرخکان خيرو خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د لغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ لپاره د طا-لبانو وياند محمد يونس يوسفزي  ويلي چې دغه پيښه د د کرولا ډوله او فلانکوچ ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو لويو لارو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې، چې په پايله کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هېواد کې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې د ترافيکو رياست مسوولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا