اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

د جرمني یوه وزیر د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده

دید خبرې آژانس: مایکل کرچمر، د جرمني دولت د کابینې یوه وزیر له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو د اېستنې غوښتنه کړې ده.

د جرمني د زاکسن ایالت لوړپوړي وزیر مایکل کرچمر له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې او ټینګار کوي چې د جرمني فدرال دولت باید افغانستان ته د هغوی د ایستلو په اړه اقدام وکړي.

د جرمني د زاکسن ایالت لوړپوړي وزیر، مایکل کرچمر ویلي: (البته، وګورئ چې موږ د هغوی څومره شمېر ومانه او د کډوالۍ حق مو ورکړ، خو وګورئ چې ځینې جنایتکار اشخاص دي او په ترهګریزو کړنو لاس پورې کوي چې د جرمني د ټولنې لپاره د منلو نه ده او بهرنیو چارو وزارت او په برلین کې د کډوالۍ په چارو کې اداره باید اقدام وکړي او جنایت ترسره کوونکي حتی افغانستان ته وباسي.)

له جرمني د افغان کډوالو د ایستلو مسلې تر راپورته کېدو وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له جرمني غوښتي وو چې له دغه هېواده افغان کډوال ونه باسي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا