اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په هند کې سېلابونه/ ۱۶ تنه مړ شوي

دید خبرې آژانس: په هند کې په تېرو دوو اوونیو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.

هندي رسني ویلي، چې دغه پېښې په دغه هېواد کې د وروستیو سختو بارانونو له امله رامنځته شوې دي.

د دغو راپورونو له مخې د هند په شمال ختیځ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله له ۳۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه هېواد کې په یوه مذهبي مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له امله شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ورته مهال، هندي چارواکو اعلان کړى چې د هیواد پوځ هم په آسام کې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده، یو له هغه ایالتونو څخه چې د وروستیو بارانونو له امله ډېر زیانمن شوی دى.

هندي چارواکو ویلي، ۱۳ کب نیونکي چې د اسیا د سترو سیندونو په یوه کوچنۍ ټاپو برهماپوترا کې له څلورو ورځو راهیسې بند پاتې وو، د دغه هېواد د پوځي چورلکو په وسیله خوندي سیمې ته لېږدول شوي او ۷۰ زده کوونکي او ښوونکي  په چانګلنګ ولسوالۍ کې له سیلاب ځپلي ښوونځي څخه ژغورل شوي دي

د يادونې وړ ده، چې د مى مياشتې له وروستيو ورځو راهيسې د دغه هېواد په شمال ختيځ کې په شپږو ايالتونو کې د سېلابونو او ځمکې ښويېدنې له امله له ٨٠ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا