اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

د ټرمپ او بایډن ترمنځ جنجالي مناظره

دید خبرې آژانس: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په مناظره کې، له افغانستانه د جوبایډن تر ادارې لاندې د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا د تاریخ له شرمه ډکه ورځ وبلله.

ډونالډ ټرمپ په دغه ۹۰ دقیقه يي مناظره کې دغه راز په افغانستان کې د میلیاردونه ډالرو په ارزښت تجهیزاتو پر پاتې کېدو، له افغانستانه د وتلو پر مهال د امریکایي سرتیرو پر وژل کېدو هم نیوکه وکړه.

د امریکا پخوانی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ و ویل: (موږ په افغانستان کې میلیاردونه ډالره تجهیزات پرېښودل، ۱۳ سرتیري مو له لاسه ورکړل او ترڅنګ مو خلک هم هیر کړل، موږ امریکایان هم هیر کړل.)

خو جوبایډن د ډونالډ ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې وایي چې ځینې امریکایي سرتیري د نوموړي د واکمنۍ پر مهال ووژل شول چې په دې برخه کې کوم کار نه دی شوي.

ښاغلی بایډن خپلې واکمنۍ ته په نغوتې وايي چې د ده په واکمنۍ کې هیڅ امریکایي سرتیری نه دی وژل شوی.

د امریکا ولسمشر، جوبایډن و ویل: (کله چې هغه ولسمشر وو، لا یې په افغانستان کې خلک وژل، او هغه په دې اړه هیڅ کار نه کاوو، موږ لا هم په داسې ځای کې وو چې تاسو فکر کاوه چې موږ په دې هېواد کې امن یوو، حقیقت دا دی چې زه په اوسنۍ پیړۍ کې یوازینی ولسمشر یم چې داسې څه نه لرم، یعنې په دې لسیزه کې، د نړۍ په هیڅ ځای کې هیڅ سرتیری نه دی وژل شوی.)

په ورته مهال اسلامي امارت د امریکايي ځواکونو نظامي ماته د هغوی د وتلو بنسټیز لاملونه ګڼي.

ذبیح الله مجاهد وایي، امریکا په افغانستان کې د دایمي اډې د جوړولو په لټه کې وه چې د ماتېدو لامل یې شوه.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: د امریکا د پروژې ماته د هغوی په نظامي برخه کې وه او د افغانانو د جهاد او مبارزې پر برکت دا کار وشو. دا چې امریکا غوښتل د اوږد مهال لپاره راشي او دلته اډې جوړې کړي په دې کې هیڅ شک نشته.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر خپل شل کلن نظامي حضور وروسته بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ نېټه خپل وروستی سرتیری له افغانستانه و ایست او په هېواد کې یې خپلې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا