اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

شهرزاد اکبر: د دوحې په ناسته کې د ښځو نه ګډون ملګرو ملتونو اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د پخواني حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، پرته د ښځو له ګډونه د دوحې درېیمه ناسته شرموونکې خبره ده او دا د ملګرو ملتونو سازمان اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان اړوي.

مېرمن اکبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې پیغام به هغو مېلیونونو افغانو نجونو ته څه وي چې له درېیو کالو راهیسې له زده‌کړو بې برخې شوې دي؟

هغې زیاته کړې:« دا په ټوله کې د ډېر شرم ځای دی، چې ملګري ملتونه د یوې ناقانونه ډلې په غوښتنه داسې پرېکړه کوي چې د افغانستان نیمايي نفوس د یوې نړۍوالې ناستې څخه بې برخې کوي.»

د دوحې په درېیمه ناسته کې د مېرمنو په نه ګډون د بشري حقونو ګڼو بنسټونو سختې نېوکې کړې او دا یې ویلي، که په دغې غونډه کې مېرمنو او د مدني ټولنې فعالانو ته برخه ورنه کړل شي؛ نو دغه ناسته هیڅ ډول اعتبار نه لري.

تر دې وړاندې د ښځو د پیوستون شبکې هم د دوحې درېیمه ناسته «له ترهګرو سره جوړ جاړی» بللی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا