اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ له امله ۸ کسه مړه شوي دي

دید خبرې آژانس: د کراچۍ د ملکي روغتون اداره وايي، نن په دغه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه ناروغان مړه شوي دي.

د دغه روغتون د چارواکو په وینا، له ګرمۍ څخه اغېزمن شوي شاوخوا ۴۵ ناروغان دغه روغتون ته لېږدول شوي وو.

دغه چارواکي زیاتوي، مړه شوي ناروغان په شکرې او د وینې پر لوړ فشار او نورو ناروغیو اخته وو.

په کراچۍ کې د هواپوهنې ادارې ویلي، چې راتلونکو دوو ورځو لپاره بیا د سختې ګرمۍ وړاندوينه شوې ده.

روغتیايي کارپوهانو ښاریانو ته لارښوونه کړې، چې په لمر کې دې له کوره نه وځي او اوبه دې زیاتې وڅښي.

د راپورونو له مخې، د ښار له بېلا بېلو سيمو څخه په نشه‌يي توکو د روږدو اوو تنو مړي موندل شوي او په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې په نشه‌يي توکو ١٧ روږدي کسان مړه شوي دي.

د دغې ګرمۍ سره په بېلابېلو سیمو کې خلک د برېښنا د نشتوالي او اوبو له کموالي شکایت کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا