د دوحې غونډې پرخلاف لاریونونه/ لاریون کوونکي:دوحې غونډه باید شفافه او خلک یې په اړه خبرشي
د افغان میرمنواعترضي ډلود بشري حقونو ملاتړو او مدني فعلانو د دوحې د درېیمې غونډې سره د پریکون لپاره د یکشنبې په ورځ پاریس کې د اعتراضي غونډو او لاریونونو لړۍ پیل کړې چې نورو اروپايي هیوادونو ته به هم وغځول شي.
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا په نوم د ښځو د حقونو یوې ادارې سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونومرستیالې روزماري دیکارلو ته په یو پرانیستې لیک کې چې ټاکل شوې د دوحې د درېمې غونډې مشري به وکړي له هغې غوښتي چې په دې غونډه کې دې د افغان میرمنو د رښتینو استازو د ګډون څخه ډاډ ترلاسه کړي.
دغې ادارې ویلي چې د تاریخ په اوږدو کې افغان میرمنو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې اساسي ونډه لرلې ده او په کار نه دي چې د هغوی غږ د هغو کسانو تر اغیز لاندې راشي چې د افغان میرمنو رښتیني استازې نه دي.
په دې لیک کې ویل شوي:” هغو کسانو ته ځای ورکول [غونډه کې] چې طا-لبانو ته کارکوي یا ورسره خواخوږي لري، د افغان میرمنو په ګټه نه دي. دا ضروري ده چې رښتینې مشرانې – چې په میدان کې وې او د ښځو له حقونو څخه یې دفاع کړې او د طا-لبانو د سخت رژیم کړنې یې تحمل کړي – ورته فرصت برابر شي”.
د دوحې غونډې پرخلاف لاریونونه
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا موسسې په دغه لیک کې د دوحې د درېیمې غونډې په شفافیت باندې هم ټینګار کړی دی او ویلي دي چې په دې غونډه کې چې پر کومو مسلو خبرې کیږي باید چې د افغانستان خلک پرې خبرشي.
د ښځو د حقونو دغې ادارې د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانو په څیر له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې ” طا-لبان دې نه سپینوي” او ټینګار یې کړی چې د افغان میرمنو راتلوونکې طا-لبانو سره د ملګرو ملتونو د چلند پورې به تړاو ولري.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمې غونډې ته چمتوالی نیسي د افغان میرمنواعترضي ډلود بشري حقونو ملاتړو او مدني فعلانو د دوحې د درېیمې غونډې سره د پریکون لپاره د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د ” تروریزم سره د معاملې فرصت” تر نامه لاندې د اعتراضي غونډو او لاریونونو بندوبست کړی دی.
دغه لاریونونه د یکشنبې په ورځ جون ۲۳( چنګاښ درېیم) د فرانسې په پایتخت پاریس کې پیل شو چې ټاکل شوې د دوحې د درېیمې غونډې د پاې ته رسیدلو پورې ( جولای اول) به نورو اروپايي هیوادونو کې هم دوام ومومي.
ددغو لاریونونو تنظیموونکو ویلي:” زمونږ باور دادی چې طا-لبان یوه ایډیلوژیکه ډله ده چې پر خبرو باندې باور نلري او دغې ډلې سره هرډول خبرې په نړیواله کچه د تروریزم مشروعت لپاره امکان برابروي او دا کیدای شي چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته په لویه بیه تمام شي”.
د فرانسې په پایتخت پاریس کې دغو اعتراض کوونکو د لاریون پر مهال په افغانستان کې جنسیت پر بنسټ د تبعیض په رسمیت پیژندلو او ددغې کړنې د جرم د منلو په توګه غوښتنه وکړه. دغو لاریون کوونکو وویل چې ښځې او همجنسګرایان په څرګنده د طا-لبانو په رژیم کې د تبعیض سره مخ دي او دا د ملګرو ملتونو او ددغې ټولنې د غړو هیوادونو وظیفه ده چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض جرم او په رسمیت وپیژني.
دغو اعتراض کوونکو په خپره کړې اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طا-لبانو د رژیم پرخلاف دې نړیوال بندیزونه ولګوي او ددغې ډلې او د غړو نومونه دې د تروریستي ډلو په لیست کې ځای کړي او ددغې ډلې پر غړو دې بهر ته د سفر بندیزونه هم ولګوي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبیوا ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مسایلو په تړاو خبرې ونشي.
د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان میرمنو او مدني ټولنې د استازو نه ګډون د مللګرو ملتونو پر وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو تند غبرګونونه راپارولي دي او ملګري ملتونه یې د خپل منشور څخه په سرغړونې باندې تورن کړی دی.
خو ځینو سرچینو ویلي چې د دې امکان شته چې ددې غونډې ګډونوال به د غونډې د جوړیدو یوه ورځ دمخه د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د یو شمیر افغان فعالانو سره وګوري او د هغوی په اندیښنو خبرې وکړي.
ملګرو ملتو ویلي چې ددغې ټولنې عمومي منشي به په دې غونډه کې ګډون ونکړي او د هغه پرځای به د عمومي منشي انتونیوګوتیرش یوه مرستیاله د دوحې د درېیمې غونډې مشري وکړي.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې په غونډه کې د افغان میرمنو له ګډون پرته او د طا-لبانو په رابللو سره د دغه سازمان پریکړه لیکونه تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د جون میاشتې له دیرشمې د جولای تر لومړۍ نیټې جوړېږي او ملګري ملتونه وايي په دې غونډه کې به د طا-لبانو د حکومت سربیره، د افغانستان په چارو کې د ښکېلو هېوادونو ځانګړي استازي هم ګډون وکړي.