د دوحې دریمې ناستې / اوتنبایووا د امارت چارواکو سره خبرې کړې
دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا دوحه کې د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د درېیمې ناستې په تړاو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي ماموریت مشر محمد ابو شهاب د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي ۳۰ مهپه خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره دغه غونډه ښه وبلله.
ابو شهاب وویل«موږ په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، په دوحه کې د راتلونکې غونډې، او د یوناما د کار په اړه چې د ښځو او نجونو په ګډون د یو سوکاله افغانستان په اړه خبرې وکړې.»
دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون پر ۲۱مه (د سرطان لومړۍ) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
یوناما د دې غونډې په اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې به د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو په کوربه توب د دوحې له درېیمې غونډې مخکې جوړېږي.