Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثټولنه

په کونړ کې د ځمکې پر سر شخړه/ ۸ تنه مړه او ټپیان شول

دید خبرې آژانس:ځايي سرچينې وایي چې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کیږی چې دغه جګړه نن د غبرګولي ۳۱ مه دکونړ ولايت دماڼوګي ولسوالۍ په “تنګي ورديش” سيمه کې رامنځته شوه.

په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې جګړه کې يو تن وژل شوى او اووه نور ټپيان دي.

دکونړ ولايت سيمه ئيزو مقاماتو تاييد کړه چې ددغې پيښې په اړوند يې شپږ تنه نيولي دي .

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په فراه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ په شخړه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button