اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثټولنه

په هلمند کې د یوې شپاړس کلنې نجلۍ مړی وموندل شو

دید خبرې آژانس: په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مارجه ولسوالۍ کې د يوې شپاړس کلنې نجلۍ مړى موندل شوى دى.

يوې ځايي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل چې دغه نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې او جسد يې په سيند کې اچول شوى دي.

په هلمند کې طا-لب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Back to top button