افغانستاناقتصاد او پراختیا

د خوست او دوبۍ ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خوست او دوبۍ ترمنځ د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړ.

دغه وزارت نن د(غبرګولی ۱۳) په خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه مستقیمې دوه اړخیزې الوتنې نن د خوست له نړیوال هوايي ډګره پیل شوې چې په اوونۍ کې به دوه وارې د یکشنبې او پنجشنبې په ورځو له کابل څخه خوست او له خوست څخه دوبۍ ته کېږي او په عرب هېوادونو کې به افغان مسافرو ته ډېرې اسانتیاوې راشي.

د یادولو وړ دی چې په سلواغې یا دلوې میاشت کې اریانا افغان هوايي شرکت هم د خوست او د العین ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل خبر ورکړی وو.

د خوست او ورڅېرمه ولایتونو زیات اوسېدونکي د کار و بار لپاره متحده عرب اماراتو ته ځي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا