افغانستانروستي خبرونه

ملي امنیت: جنرال دوستم دې هېواد ته راستون شي

د جنرال دوستم د دفتر ريیس وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس په انقره کې له دوستم سره په کتنه کې له هغه غوښتي چې افغانستان ته ستون شي.

د دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر فرهمند ویلي چې د ملي امنیت د ریاست ريیس معصوم ستانکزي د سې شنبې په ورځ په انقره کې له جنرال دوستم سره وکتل او ورڅخه ویې غوښتل چې په کابل کې د افغانستان د ټولو سیاسي مشرانو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې دقیقه نېټه لا اعلان شوې نه ده خو ویل شوي چې ژر به جوړه شي.

د افغانستان حکومت هم تراوسه پورې دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.

د ملي امنیت رييس وروسته له دې له جنرال دوستم سره ولیدل چې ده د بلخ له والي عطا محمد نور او د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د اوسني حکومت پر ضد ايتلاف جوړ کړ.

دا ايتلاف په داسې حال کې اعلان شو چې دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال دی، محقق د اجرايي رييس دوهم مرستیال او عطا نور د بلخ والي.

دوستم وروسته له دې ترکیې ته ځان تبعید کړ چې د ایشچې د قضیې په خار لویې څارنوالۍ ته جلب شو او ډېرو لوېدیځو هیوادونو د ده د محاکمه کېدو غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا