اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

انتونیو ګوتریش په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

دید خبری اژانس: د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش په غزه کښې د موقتی اوربند د غځولو د هرکلی په ترڅ کښې په دغه سیمه کښې د دایمی اوربند غوښتنه وکړه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حماس او اسرائیلي رژیم ترمنځ اوربند د دوو ورځو لپاره غځول شوی دی.

ښاغلي ګوتریش همدا راز ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه په سیمه کې د هر اړخیز اوربند د رامنځ ته کولو د هڅو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک هم اعلان وکړ چې انتونیو ګوتریش له ټولو هیوادونو غواړي چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د دوو دولتونو د حل ملاتړ وکړي.

رویټرز تر دې مخکې راپور ورکړی و چې سپینې ماڼۍ ویلي چې په غزه کې د جګړې دواړو خواوو پر اوربند موافقه کړې ده. په همدې حال کې الجزیرې خبر ورکړی، چې اسرائیلي رژیم د نورو بندیانو د تبادلې لپاره دوه ورځنی اوربند منلی دی.

د نوې موافقې له مخې به هره ورځ د اوربند غځولو لپاره ۱۰ تنه د حماس او ۳۰ تنه فلسطیني بندیان خوشې کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا