اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب
پر پاکستان د حقاني برید: دوی ټول ښه شیان په بدو او دښمنۍ بدل کړل
ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې ویلي، پاکستان ټول ښه کارونه په بدو او دښمنۍ بدل کړي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر پرون غزني ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان دا پرېکړه غیر عادلانه او د نړیوالو معیارونو خلاف وبلله.
حقاني: د پاکستان اوسنۍ پرېکړه یوه غیر عادلانه پرېکړه ده. په داسې طریقه چې تل ښه و. هغه دا ښه شیان په بدیو او دښمنۍ دومره بدل کړل چې تاسو افغانانو ته څه کوئ چې حتی د نړۍ د ټولو اصولو خلاف دي.
تر دې وړاندې ویل کېدل چې سراج الدین حقاني له پاکستان سره نږدې اړیکې لري او واک ته له رسېدو وروسته یې د پاکستان د حکومت او تحریک طا-لبان پاکستان ترمنځ د خبرو د منځګړیتوب دنده پر غاړه درلوده.
تر دې مخکې یو شمېر نورو طا-لب چارواکو هم د پاکستان دا پرېکړه د اندېښنې وړ بللې وه.