اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په غزه کې پر ملکي وګړو بریدونه؛ د جنوبي امریکا ۳ هیوادونو له اسرائیلو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړ

دید خبری اژانس وایی: د غزې په تړانګه کښې د ملکی خلکو پرضد د اسرائیلو د رژیم له وحشیانه حملو وروسته بولیویا له دغه رژیم سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او کولمبیا او چیلی خپل سفیران وربللی دی.

د رویټرز په وینا، بولیویا له اسرائیلي رژیم سره خپلې اړیکې پرې کړې او یو شمېر نور سفیران یې وربللي دي.

بولیویا پرون اعلان وکړ چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له امله یې له اسرائیلي رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې، په داسې حال کې چې کولمبیا او چیلي له دغه رژیم څخه خپل سفیران د سلا مشورو لپاره رابللي دي.

د جنوبي امریکا درېیو هېوادونو پر غزې د اسرائیلو بریدونه او د فلسطیني اتباعو وژنه غندلې ده.

د بولیویا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فردي ماماني په یوه خبري غونډه کې وویل: بولیویا د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو غیر متناسب او پوځي تیري په کلکه رد او غندي، له اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو پریکړه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا