په بغلان کې د تروریستي برید په غبرګون کې اروپايي ټولنې د مذهبي ټولنو پر ساتنې ټینګار وکړ
ډید خبري اژانس: اروپايي ټولنې په پلخمري ښار کې د شیعه ګانو پر جومات د تروریستي برید په غبرګون کې ویلي چې دغه برید په کلکه غندي.
اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اروپايي ټولنه د بغلان ولایت په پلخمري کې د شیعه ګانو پر جومات هغه ځانمرګی برید په کلکه غندي چې د جمعې د لمانځه پر مهال یې لمونځ کوونکي په نښه کړل او لږ تر لږه ۷ کسان یې ووژل.
د دې اتحاديې په اعلاميه کې راغلي: هغه بريدونه چې په قصدي ډول ملکي وګړي په نښه کوي له اساسي بشري حقونو او نړيوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه ده.
اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو بشري حقونه، د ژوند حق او د ټولو توکمیزو او مذهبي ټولنو د حقونو په ګډون باید د ټولو افغانانو حقوق خوندي او درناوی وشي.
د يادونې وړ ده، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي، چې پړه يې داعش ډلې منلې وه.