اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

آیت الله سیستاني د غزې د تراژیدیو په وړاندې د نړۍ چوپتیا وحشتناکه وبلله

دید خبری اژانس: د شیعه ګانو د تقلید مرجع آیت الله سید علی سیستانی د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی ولس په خلاف د اسراییل رژیم د نیواکګرو ځواکونو له وحشتناکه جنایت سره د نړیوالې مقابلې غوښتنه وکړه.

د آیت الله سیستانی دفتر د یوې بیانیې په خپرولو سره د غزې په تړانګه کښې پرله پسې، سختو او بې ساری حملو ته په اشارې سره چې څه دپاسه شپږ زره (۶۰۰۰) کسان یې شهیدان کړی او په زیات شمیر یې بې کوره کړی دی، په غزې تړانګه کښې عملیات شوی دی او په وروستیو ورځو کښې یې اوبه، خوراکی او درمل هم نیولی دی.

په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې د نیواکګرو دغه ټولې کړنې د غزې له خلکو د غچ اخیستلو او په وروستیو جګړو کښې د خپلې سترې ماتې او سترې ناکامۍ د جبرانولو لپاره ترسره کیږی.

د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې د دې مظلوم ملت د کړاو پای چې له اوو لسیزو راهیسې روان دی، یوازې د خپلو مشروع حقوقو په ترلاسه کولو او د غصب شویو ځمکو د غصب په پای ته رسولو سره ممکن دی. په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت یوازینۍ لار په پام کې نیول شوې ده، که نه نو د یرغلګرو پر وړاندې به مقاومت دوام ولري او د تاوتریخوالي لړۍ به د لا زیاتو بې ګناه خلکو ژوند واخلي.

په اشغال شوي فلسطین کې د حماس او اسرائیلي رژيم تر منځ وروستۍ شخړه وروسته له هغه پیل شوه چې یو شمیر بنسټپالو یهودانو په الاقصی جومات کې پر عبادت کوونکو بریدونه وکړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا