تروريزم كومه نوي كلمه نه ده، دا اصطلاح د فرانسې تر لوى انقلاب وروسته رايج شوه د فرانسې انقلابي حكومت (۹۴-۱۹۷۳) چې په نتيجه كې يې په زرګونو كسان د ګيوتين تېغ خولې ته وسپارل شول د ترور د حكومت په نامه شهرت وموند. اوس هم هغو حكومتونو ته چې په فاشيستي طريقو د ويرې طرحې، وحشت او بې رحمانه وژنو له لارې خپل اهداف پر مخ بيايي تروريست حكومتونه ويل كېږي. د دولتي تروريزم اصطلاح هم له همدې ځايه دود شوې ده؛ خو له ۲۰۰۱ نه را په دې خوا چې د نوموړي كال د سپتمبر په يوولسمه نېټه په نيويارك او واشنگټن په ظاهره تروريستي خو اساساً سازمان شوې حملې وشوې ترور او تروريزم په سياسي ډګر كې ډېر شهرت وموند. امريكا هغو ډلو ته تروريستي ډلې وايي چې په يوه ډول نه يو ډول د امريكا ګټې ننګوي. امريكا تراوسه پورې پخپله د تروريزم يو واضح تعريف وړاندې نه كړ، چې د هغې له مخې معلومه شي تروريست څوك دى؛ ځكه كه امريكا دا كار وكړي؛ بيا خو چې دا پخپله څه كوي، د تروريزم په تعريف كې راتلاى شي. امريكا په ۱۹۴۵ كال د دويم نړيوال جنګ په پاى كې د جاپان د ماتولو او كابو كولو لپاره د هغه هېواد پر دوو ښارونو: هيروشيما او ناګاسا كې اتومي بمونه وغورځول او په لكونو انسانان يې ووژل. په دې توګه په نړۍ كې لومړنى هېواد چې اتومي بم يې جوړ كړ، هم امريكا ده او چې استعمال يې كړ هم امريكا ده؛ خو امريكا ځانته د تروريست كلمه نه كاروي او نه يې مني. دا اوس يې چې په عراق كې څه وكړل، په افغانستان كې يې څه وكړل او لا لګيا ده كوي يې دا ټول د دولتي ترور بېلګې دي، دغسې نور ناټووال هم درواخله، فرانسې چې په الجزاير كې څه وكړل يا د انګريزي استعمار چې كومه بشري ضد مخينه ده يا د روسانو او دغسې نوور استعماري هېوادو يا لكه سي آى اې، موساد، كا جي بي، يا نورې استخباراتي شبكې چې كومه لوبه كوي دا يوه هم ځانته د ترور نسبت نه مني، فقط هغه څوك تروريست دى چې له خپلو ناروا حقوقو نه د دفاع چغه پورته كوي؛ د فلسطين حماس ډله تروريسته ده، د لبنان حزب ا… تروريست دى، دا ځكه چې د اسرائيلي وحشت پرخلاف غږ پورته كوي، دغسې د منځني ختيځ په عربي هېوادو كې چې كوم خوځښتونه رامنځته شوي كه چېرې په عادلانه توګه د هغوى پر ايجاد څېړنه وشي، نو عامل يې د امريكا او انګليس او نورو لوېديزو هېوادو ظلمونه او جارحيتونه دي. راځئ د عراق پر مسأله لږ تم شو. صدام حسين د امريكا كومه مخالفه څېره نه وه. صدام هم له پخواني شوروي سره فكري تړاو درلود او هم يې له امريكا سره سياسي ملګرتيا پاللـه. صدام په ۱۹۸۰ كې پر ايران د امريكا په اشاره حمله وكړه او كه نه د دې دواړو هېوادو ترمنځ د اختلاف ټكى نه وو. عراق په اته اته نيم كلن جنګ كې د ايران پر وړاندې د په ګونډو كېدو په درشل كې و، چې فرانسې د امريكا په نغوته په پټه د ايران نظامي مركزونه بمبار كړل او ايران يې د عراق پر وړاندې كمزورى كړ او دې ته يې اړ كړ چې خميني په خپله اصطلاح يې له عراق سره د اوربند د زهرو غوړپ وكړي، همدارنګه پر كويټ په حمله كې هم په عراق كې يوه امريكايي حسينه سفيره د صدام مشوقه وه خو چې صدام پر كويټ د حملې حماقت وكړ او په اصطلاح د امريكا ګول يې وخوړ؛ نو امريكا پرې راوګرځېده او د عراق د ځپلو لپاره يې د ۲۸ هېوادو يو ائتلاف جوړ كړ. كه څه هم عراق تر ډېره وځپل شو (۱۹۹۰-۹۱)؛ خو صدام لا پر ځاى و. په ۲۰۰۳ كې چې امريكا پر افغانستان تر يرغل (۲۰۰۱) وروسته بيا عراق ته خپل پوځونه ولېږل بيا هم د دې يرغل هدف دا نه و چې صدام د امريكا دښمن و؛ بلكې له صدام نه د يوې پلمې په توګه كار واخيستل شو؛ ځكه د امريكا، عراق په كار و، د عراق زېرمې يې په كار وي، اسرائيلو ته د يوه احتمالي ګواښ په توګه يې د عراق له پښو غورځول هدف و، همدا اوس عراق د يوې تجزيې پر درشل ولاړ دى.
پر عراق د لومړي بريد په دوران كې چې مشر بش د امريكا ولسمشر و، ډك چيني يهودي چې هغه وخت د دفاع وزير و، د سعودي پاچا فهد ته له سپوږمكۍ نه اخيستل شوي جعلي تصويرونه راوړل چې عراقي پوځونه يې پر سعودي د تيارسۍ په حال كې ښوول، حال دا چې نه صدام دا هدف درلود او نه په دغسې يو موقعيت كې و؛ بلكې د امريكا هدف دا و چې سعودي ووېروي او دا پرې ومني چې امريكايي پوځونه دې د سعودي د دفاع په پلمه په هغه هېواد كې ځاى پر ځاى شي. سعودي پاچا (فهد) ومنله او امريكايي پوځونه راغلل او په الظهران سيمه كې چې فارس خليج ته څېرمه پرته ده ځاى پر ځاى شول چې تراوسه پورې پراته دي. كه خبره ريښتيا هم د صدام د تهديد واى؛ نو اوس خو صدام هم له منځه ولاړ او واكمني يې هم ختمه شوه او عراق هم له پښو ولويد او له سلو مصيبتونو سره مخ دى، بيا نو په سعودي كې د امريكايي پوځونو د حضور كوم ضرورت پاتې دى.
په هر حال په ظاهره اسامه او د هغه القاعده تنظيم د همدغو امريكايي سياست پر وړاندې يو عكس العمل و، دا چې د پردې تر شا څه و، هغه يو جلا بحث دى. ما تر دې دمه په دې اړه ډېر ليكل شوي كتابونه لوستي او ډېر څه مې اورېدلي دي، خو زه لا نه يم قانع شوى، خو كه حقيقت هر څه و او دى دغه غبرګونونه د دې پر ځاى چې د اسلامي نړۍ او اسلامي امت په خير تمام شي، په زيان تمام شو، د اسامه سر سوډان ته وخوت او له هغه ځايه افغانستان ته راغى او د طالبانو تر سقوط وروسته پر ډيورنډ كرښه واوښت؛ كله په خيبر پښتونخوا كې او كله يې سر ان پنجاب ته هم ورسېد.
پاكستاني ليكوال او ژورناليست اعراز سيد په خپل كتاب «د القاعده رازونه او پاكستان» كې خو لا مدعي دى چې اسامه غوښتل چې د دوه اتومي هېوادو هند او پاكستان ترمنځ، د ټكر زمينه برابره كړي او په نتيجه كې دى د پاكستان يو شمېر ځمكې لاندې كړي او خپل حكومت يا خلافت په كې اعلان كړي چې د ده په وژل كېدو سره دا هر څه د اوبو د سر ځگ ثابت شو. په ۲۰۰۶ كې په عراق كې د القاعده د مهم مشر زرقاوي په وژل كېدو سره دا دى داعش سر راپورته كړ او ابوبكر بغدادي چې له القاعده نه يې خپله لاره جلا كړه، لومړى اسلامي دولت بيا ورپسې خلافت اعلان كړ، كه څه هم د داعش په باب د بهرني ملاتړ ډول ډول ادعا وې كېږي او په دې اړه كتابونه وليكل شول او لا به نور هم ليكل كېږي؛ خو داعش هم كه ماهيت يې هر څه وي يو خو په اسلامي هېوادو كې يو قتل عام روان كړى چې دا د اسلامي تعليماتو يو ډېر ناسم تصوير وړاندې كوي او له بلې خوا يې له منځني ختيځه نيولې د اسيا تر جنوب پورې د امريكا تبر ته د لاستي وركولو زمينه مساعده كړې چې په دې توګه القاعده، داعش او نورې جنګي ډلې اسلامي امت ته په ګټه نه؛ بلكې په زيان تمامې شوي دي. له بلې خوا د سعودي او ايران تقابل امريكا ته د ګټې بله لاره چاره برابره كړې او د امريكايي وسلو د پېر او پلور بازار يې ګرم كړى دى. د يمن حالات د ايران او سعودي د تقابل د پياوړي كولو يوه بله پلمه ده.
ف، فايض_ خبرگزاری دید