اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د سیمې په اړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د ایران او پاکستان د پلاویو مشوره

دید خبری اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د یوه هیئت په مشرۍ پاکستان ته رسیدلی دی له خپل پاکستانی سیال سره یې په بیلابیلو مسایلو د نظر تبادله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له مشرتابه سره د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د رامنځته شوي وضعیت په اړه د نظر تبادله وکړه.

عبداللهیان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ګډ خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف، د پارلمان له رییس او د مشرانو جرګې له رییس سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغو کتنو په اړه په یوه بیان کښې وویل: په پراخه اجنډا کښې د دوه اړخیزو تعلقاتو د ټولو اړخونو او د سیمې د حالاتو په اړه خبرې اترې شاملې دي.

عبداللهیان تر خپل سفر مخکې په یوه ټویټ کې لیکلي: «د دې سفر په ترڅ کې به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر وروستي وضعیت، اقتصادي همکاریو، د اسلامي نړۍ پر مسایلو او د افغانستان د وضعیت په ګډون د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه خبرې وکړي».

باید وویل شي چې عبداللهیان څو ساعته وړاندې په اسلام اباد کې له بوټو زرداري سره په ګډه د جلغوزیو ونه کېنوله.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا