اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ایران سفیر د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ته: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د سیمه ییزو نوښتونو ملاتړ ته اړتیا لري

دید خبری آژانس: د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له ځانګړی استازی فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنه کښې وویل له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو سره مبارزه د سیمې د هیوادونو د اجماع موضوع ده.

ښاغلي حسن کاظمي قمي دغه موضوع په یوه ټوېټ کې څرګنده کړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره یې د لیدنې خبر ورکړی.

هغه لیکلي: نن زه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي ښاغلي سینیرلی اوغلو کوربه وم. موږ له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ د پراختیا او سیمه ییزو همکاریو او په افغانستان کې د سیمه ییزو نوښتونو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د اړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي کاظمي قمي زیاته کړه: ما له طا-لبانو سره د همکارۍ او تعامل په لاره کښې ټینګار وکړ چې له ترهګرۍ او نشه ایزو موادو سره مبارزه د سیمې د هیوادونو د اجماع موضوع ده.

ایران او د سیمې څو ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ستونزې او کړکېچ د سیمه ییز حل په لټه کې دي. دغه هېوادونه د لوېديځوالو په تېره بيا د امريکا شتون د سيمې په چارو کې زيانمن ګڼي او تل يې پر دې ټينګار کړى، چې سيمه ييزې ستونزې بايد د پرديو هېوادونو له لارې هوارې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا