اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

ایران به په دریو ورځو کې د شانګهای سازمان بشپړ غړی شي

ډید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ایران د بشپړ غړیتوب اعلان کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې په مسکو کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل: د ایران بشپړ غړیتوب به د هیوادونو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې تایید شي.

ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د سرطان په ۱۳مه نېټه جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دغه سازمان له سرمنشي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د ایران وروستی غړیتوب به د شانګهای د همکارۍ سازمان ته یو نوی او زیاتیدونکی ظرفیت برابر کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان اوسمهال اته غړي لري (چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان) او مرکزي دفتر یې په چین کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا